د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ سقوط وکړ

د افغانستان  په شمال کې  د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ د طالبانو لخوا ونیول شوه.

د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ سقوط وکړ

د افغانستان  په شمال کې  د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ د طالبانو لخوا ونیول شوه.

د فاریاب ولایت نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  طالبانو  تیره شپه  د کوهستان په ولسوالۍ پراخه  بریدونه پیل کړل چې  نن د سهار په ساعتونو کې  د یادې شوې ولسوالۍ د ولسوال عبدالرحمان پناه  په وژلو سره  ولسوالي ونیوله.

د فاریاب ولایت د ولایتي شورا ریس  طاهر رحماني  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د کوهستان ولسوالۍ طالبانو ونیوله. هغه وویل چې پدې پيښه کې  د ولسوال عبدالرحمان پناه په ګډون ۸ تنه امنیتي ځواکونه  وژل شوي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا ریس  ویلي دی چې  په سیمه کې اوس هم  جګړه دوام لري.

د یادولو وړ ده چې  یو څه موده مخکې هم  طالبانو یاده شوې ولسوالي نیولې وه .

طالبانو پداسې حال کې  په کوهستان  ولسوالۍ  بریدونه کړي چې  د حکومت او طالبانو ترمنځه د اختر په ورځو کې د اوربند ژمنه شوې ده. د افغانستان د حکومت لخوا اعلان شوی  اوربند نن  رسمآ نافذ شو.

لومړی د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني  د طالبانو سره  یو پلوی  اوربند  اعلان کړ چې وروسته طالبانو هم  د اختر په ورځو کې  اوربند اعلان کړ.

دې مسلې په افغانستان کې د سولې  لپاره د خلکو هیلې ژوندۍ کړې وې. د بله پلوه  د اوربند  د پیلیدو نه مخکې  یواځې تیره ورځ  په کابل، جلال آباد او ځینو نورو ښارونو کې  درندې چاودنې  او ځانمرګي بریدونه وشول.

تیره ورځ  لومړی  د سهار په ساعتونو کې د ننګرهار ولایت د پوهنۍ په ریاست  ډله ایز برید وشو چې بیا وروسته  په کابل کې د کلیو او پراختیا د وزارت پر مامورینو  ځانمرګی برید وشو.

پدې پیښه کې  نږدې ۵۰ تنو ته  مرګ ژوبله واوښته.



اړوند خبرونه