كوم هېواد څو ساعتونه روژه نيسي؟

په نړۍ كې د شمسي نظام د دايروي ګرځېدلو له امله د روژې په مياشت كې د هېوادونو ترمېنځ د روژې د نيولو ساعتونه هم يو بل سره توپير لري.

كوم هېواد څو ساعتونه روژه نيسي؟

 

پدې ډول په افغانستان كې په اوسط ډول خلك ۱۶ نيم ساعتونه روژه نيسي. په تركيه كې بيا په اوسط ډول ۱۷ ساعته او ۱۵ دقيقې روژه نيول كيږي.

په نړۍ كې د روژې له پلوه تر ټولو اوږده ورځ د آيسلنډ د هېواد ته چې ۲۱ ساعتونه او ۵۱ دقيقې دي. يعنې پدې هېواد كې پشمنى د شپې په دوه بجو كيږي او روژه ماتۍ په ۱۰ كم ۱۲ بجو.  تر آيسلنډ وروسته د ناورې په هېواد كې د روژې وخت ۲۰ ساعتونه او ۲۰ دقيقې دي.  په ترتيب سره په روسيه، هالنډ، ډنمارك، جرمني او انګلستان كې تر ټولو اوږدې روژې نيول كيږي.

د بله پلوه په نړۍ كې تر ټولو لنډه روژه يواځې ۱۱ ساعتونه او ۸ ثانيې ده چې په ارجنټاين كې نيول كيږي. پدې هېواد كې پيشنمى په ۶ بجو او ۸ دقيقو كيږي او روژه ماتى په په ۴ كم شپږ بجو كيږي. تر ارجنټاين وروسته د نيو زيلاند په هېواد كې د روژې موده ۱۱ ساعتونه او ۲۱ دقيقې دي.  بيا په ترتيب سره د آستراليا، چيلي، برازيل، اندونيزيا او جنوبي افريقا په هېوادونو كې تر ټولو لنډه روژه نيول كيږي.


پيوندونه: ناورې , هېوادونه , روژه

اړوند خبرونه