په فراه  ولایت کې  طالبانو  ته  درنده  مرګ ژوبله اوښتې ده .

افغان ځواکونو د فراه ولایت د طالبانو نه پاک کړ

په فراه  ولایت کې  طالبانو  ته  درنده  مرګ ژوبله اوښتې ده .

په فراه  ولایت کې  طالبانو  ته  درنده  مرګ ژوبله اوښتې ده .

د افغانستان  د ملي دفاع وزارت  ویلي دي چې  د فراه  ولایت  د طالبانو نه  پاک کړی دی. دفاع وزارت ویلي دي چې  په فراه کې  طالبانو ته  درنده  مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي دفاع وزارت لخوا په خپور شوي  بیان کې  راغلي دي چې  طالبانو  د تیرې سې شنبې  د شپې په ۲ بجو  د فراه ولایت  د شمال له لاورې  په مرکز  هم مهالي  بریدونه پيل کړل چې په ترڅ  کې  د ښار ځینې برخې  د خپل کنټرول لاندې راوستې.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو  د ښار  د هغه برخو چې  د طالبانو لخوا نیول شوې  د بیرته نیولو په خاطر  پراخه هوايي او مځکني  عملیات پیل کړل.

د عملیاتو په لړ کې  ټولې سیمې  بیرته د طالبانو نه  ونیول شوې  او یادې شوې ډلې ته  درنده مرګ ژوبله واړول شوه.

په بیان کې راغلي دي چې  پدې عملیاتو کې  لږ تر لږه  ۱۹۸ تنه  طالب اورپکي وژل شوي دي. دفاع وزارت ویلي دي چې  د فراه په ځینو څنډو کې  چاڼیز عملیات دوام لري.

په بیان کې د سلګونو تنو  طالبانو د ټپي کیدو ادعا شوې ده . په بیان کې  افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته  د اوښتي  مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.

د بله پلوه  د فراه ولایت  والي  بصیر سالنګي  ویلي وو چې په نښتو کې  نږدې  شل تنه  افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 

 

 

 



اړوند خبرونه