په افغانستان کې طالبانو د غزني ولایت  د خواجه عمري  په ولسوالۍ  ډله ایز برید کړی دی.

طالبانو د خواجه عمري د ولسوالۍ ولسوال وواژه

په افغانستان کې طالبانو د غزني ولایت  د خواجه عمري  په ولسوالۍ  ډله ایز برید کړی دی.

په افغانستان کې طالبانو د غزني ولایت  د خواجه عمري  په ولسوالۍ  ډله ایز برید کړی دی.

د ترلاسه شوو رپوټ له مخې  طالبانو  تیره شپه  د  خواجه عمري  ولسوالي  د ډله ایز برید  په پایله کې  ونیوله.

طالبانو  د ولسوالۍ  د نیولو سربیره  یادې شوې ولسوالۍ د ولسوال ، د امنیت مدیر  او ګڼ شمیر پولیس  وژلي دي.

د غزني  ولایت مقاماتو  د خواجه عمري د ولسوالۍ د ولسوال علي شمس دوست  او امنیت مدیر  د وژلو پخلی کړی دی.

د ویلو ده چې طالبانو  تیره شپه  په ځايي  وخت  د دوو  بجو په شاوخوا کې  په خواجه عمري ولسوالۍ  برید پيل کړ.

ولسوال  د طالبانو سره  په مخامخ  جګړه کې  ژوند د لاسه ورکړی دی. د غزني  د والي ویاند  ویلي دي چې پدې برید کې  ولسوال  د اوو تنو پولیسو سره  وژل شوی دی.

خو  عیني شاهدان  بیا  د وژل شوو  امنیتي ځواکونو شمیره  ۱۴ تنه ښايي.

ویاند ویلي دي چې  د برید نه وروسته  تازه دمي امنیتي ځواکونه سیمې ته تللي  او طالبانو ته  درنده مرګ ژوبله اړولې ده . هغه وايي امنیتي ځواکونو طالبان په شا تنبولي دي  او تیښته ته يي اړ کړي دي.

خو  د سیمې خلک  بیا وايي چې طالبانو  ولسوالۍ  ودانۍ  او امنیتي مرکزونو ته  اور اچولی دی  او ټول  پوځي  تجهیزات  او وسایل يي له ځان سره  وړي دي.

د ویلو ده چې  طالبانو دوه ورځې مخکې  د زنه خان په ولسوالۍ  ډله ایز برید کړی وو  چې د امنیتي ځواکونو د سخت مقامت  له امله په شا تنبول شوي وو.



اړوند خبرونه