د پاکستان  لومړي وزیر  شاهد خاقان  عباسي  افغانستان پلازمینې کابل  ته سفر وکړ.

د پاکستان لومړي وزیر افغانستان ته سفر وکړ

945529
د پاکستان  لومړي وزیر  شاهد خاقان  عباسي  افغانستان پلازمینې کابل  ته سفر وکړ.

د پاکستان  لومړي وزیر  شاهد خاقان  عباسي  افغانستان پلازمینې کابل  ته سفر وکړ.

د کابل نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  د پاکستان  لومړی وزیر عباسي  نن د سهار په ساعتونو کې  کابل ته راورسید.

ویل کیږي  د ښاغلي عباسي نه د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وشو.

د پاکستان د لومړي وزیر عباسي سره پدې سفر کې  د نوموړي هیواد د ملي امنیت  سلاکار ناصر جانجوا، د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف، د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال  او د خیبرپښتونخوا د ایالت  والي  اقبال  ظفر جانجوا  ملګرتیا کوي.

ویل کیږي  د پاکستان لومړی وزیر  به  د افغانستان د چارواکیو سره د سیاسي او امنیتي مسایلو سربیره  د افغان کډوالو په مسلې خبرې وکړي.

ویل کیږي  ښاغلي عباسي  دا سفر  د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني  په رسمي بلنه ترسره کړی دی.

عباسي  به د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني  سربیره  د اجراییوي ریس  ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم  وویني.

پاکستان لومړی وزیر به  د افغان چارواکیو سره په لیدنه کې  د امنیتي مسلو، ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  سربیره  په اقتصادي همکاریو  هم  خبرې وکړي.



اړوند خبرونه