د امریکا د پوځ مشر کابل ته سفر وکړ

د امریکا  متحده ایالتونو ستر درستیز جنرال جوزیف ډانفورد  د افغانستان پلازمینې کابل ته  سفر وکړ.

933259
د امریکا د پوځ مشر کابل ته سفر وکړ

د امریکا  متحده ایالتونو ستر درستیز جنرال جوزیف ډانفورد  د افغانستان پلازمینې کابل ته  سفر وکړ.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې کابل ته د جنرال ډانفورډ د سفر موخه  د  افغانستان په اړه د امریکا د تازه ستراتیژۍ څیړنه  او د امریکايي سلاکارونو د چارو  ارزونه ښودل شوې ده .

ویل کیږي  جنرال ډانفوډ  پرون کابل ته رسیدلی دی.

جنرال ډانفورډ  به  د امریکايي سلاکارونو د چارو د ارزونې  او د افغانستان په اړه د امریکا د تازه ستراتیژۍ د څیړولو سربیره  د افغان چارواکیو سره هم  لیدنې وکړي.



اړوند خبرونه