د امریکا  متحده ایالتونو  د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس د یو غیرې منتظره سفر په ترڅ کې کابل ته  رسیدل

د امریکا د دفاع وزیر د ناڅاپي سفر په ترڅ کې کابل ته رسیدلی

د امریکا  متحده ایالتونو  د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس د یو غیرې منتظره سفر په ترڅ کې کابل ته  رسیدل

 د امریکا  متحده ایالتونو  د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس د یو غیرې منتظره سفر په ترڅ کې کابل ته  رسیدلی دی.

جنرال متیس  نن  د سهار په ساعتونو کې کابل ته رسیدلی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویندوی  کابل ته د جنرال متیس د سفر پخلی کړی دی او ویلي دي چې  د ولسمشر محمد اشرف غني سره به لیدنه وکړي.

همداشان  په افغانستان د ناټو غوڅ ماموریت  ویاند  هم کابل ته  د جنرال متیس د سفر پخلی کړی دی او ویلي دي چې د افغان چارواکیو سربیره  د امریکايي ځواکونو او قومندانانو سره  به لیدنې وکړي.

د ناټو ویاند ویلي دي چې  کابل ته د جنرال متیس  سفر  د نورمالو سفرونه یو دی چې په کال کې دوه یا څلور ځلې  ترسره کوي. ښاغلی متیس  ددې سفرونه په ترڅ کې په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو او قومندانانو سره  لیدنه کوي.

د امریکا د دفاع وزیر پداسې حال کې کابل ته سفر کوي چې لنډه موده مخکې شاوخوا ۸۵۰ تنه امریکایی تازه مشاورین  افغانستان ته  راغلل او په دنده پیل وکړ.

کابل ته  د جنرال متیس د سفر د اصلي هدف په اړه څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه