طالبانو په ننګرهار ولایت کې په ملکي وګړو خونړی برید وکړ.
په ننګرهار ولایت کې په ملکي وګړو خونړی برید وشو
طالبانو په ننګرهار ولایت کې په ملکي وګړو خونړی برید وکړ.
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې طالبانو تیره شپه په ځايي وخت د اته نیمو بجو په شاوخوا کې د بټي کوټ ولسوالۍ د نبي خیلو په سیمه کې د ملکي وګړو په یو سراچه ډوله موټر راکټي بریدونه وکړل.
پدې پيښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار ولایت د رسنیو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې تیره شپه په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په سراچه ډوله موټر چې ویل کیږي د فاتحې لپاره روان ول راکټي بریدونه کړي دي.
پدې پیښه کې دوو میرنو او ۳ ماشومانو په ګډون ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. ویل کیږي پدې پيښه کې یو تن ټپي شوی دی چې د هغه روغتیايی حالت هم ډیر ښه ندی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی