د افغانستان  د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ د طالبانو لخوا ونیول شوه.

د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ

د افغانستان  د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ د طالبانو لخوا ونیول شوه.

د افغانستان  د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ د طالبانو لخوا ونیول شوه.

د فراه د والي  ویاند  د او ولایتي شورا غړیو  د طالبانو لخوا د انار درې د ولسوالۍ د نیولو خبر  تایید کړی دی.

د فراه د ولایتي شورا غړیو سیمه یزو خبري رسنیو ته ویلي چې طالبانو  د سهار وختي  د انار درې په ولسوالۍ  پراخه  بریدونه  پیل کړي وو چې په پایله کې  د امنیې قومندانۍ  ودانۍ  او ځینې برخې  نیولي دي.

د بله پلوه د فراه د والي ویاند  ویلي دي چې  طالبانو د انار درې ولسوالۍ نیولې ده خو  د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې دقیقه شمیره معلومه نده.

د ویلو ده چې  طالبانو  دوه ورځې مخکې  د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې  په افغان ځانګړو ځواکونو  خونړی برید کړی وو چې په پایله کې  ۱۵ تنو ژوند  د لاسه ورکړی وو او ۳ تنه  اسیر نیول شوي وو. همداشان طالبانو  د وژل شوو ځانګړو سرتیرو  د مړو سربیره د هغوې د وسلو  انځورونه  خپاره کړي وو.

طالبانو د فراه ولایت د انادرې ولسوالۍ د نیولو نه وروسته هم  په ټولنیزه مډیا کې  ځینې انځورونه خپاره کړي دي. 



اړوند خبرونه