داسې ماشين چې ځانمرګى پېژني!

په امريكا پوهانو داسې حساس ماشين جوړ كړى دى چې كولاى شي د الكترو مقناطيسي وړانګو په واسطه ځانمرګى بريدګر تشخيص كړي.

داسې ماشين چې ځانمرګى پېژني!

 

په امريكا پوهانو داسې حساس ماشين جوړ كړى دى چې كولاى شي د الكترو مقناطيسي وړانګو په واسطه ځانمرګى بريدګر تشخيص كړي.

دا ماشين چې د ځانمرګو بريدګرو د تشخيص په موخه جوړ شوى دى كولاى شي چې بريدګر آن د حركت په حال كې هم تثبيت كړي. تر اوسه پورې ددې ماشين آزمايښتي پړاو په برياليتوب سره روان دى.

ويل كيږي چې دا ماشين اوسمهال په نيويارك كې د مترو په يو تمځاى كې ګټې اخيستنې ته وړاندې شوى دى.

دا ماشين هر ډول محرك اجسام تعقيبوي او بيا د يوې ځانګړې كمرې په واسطه امنيتي مسئولينو ته خبر وركوي. تمه كيږي چې په راتلونكې كال كې به دا ماشين پوره ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.



اړوند خبرونه