په غزني کې د پولیسو په مرکز خونړی برید وشو

طالبانو په غزني کې د پولیسو په مرکز برید کړی دی

په غزني کې د پولیسو په مرکز خونړی برید وشو

طالبانو د افغانستان  د غزني په ولایت کې  د پولیسو په مرکز  خونړی برید وکړ.

د غزني د والي ویاند عارف نوري خبري رسنیو ته ویلي دي چې  طالبانو د غزني ولایت د ده یک  په ولسوالۍ کې  د پولیسو په مرکز  د برید سره  ۸ تنه پولیس وژلي دي.

هغه ویلي دي چې  د برید نه وروسته نښته شوې ده چې پدې نښته کې طالبانو ته هم  د پام وړ ځاني زیانونه اوښتي دي.

د بله پلوه طالبانو بیا  ویلي دي چې پدې برید کې  ۹ تنه پولیس وژلي دي او یو تن يی  اسیر نیولی دی.

طالبانو  پدې برید کې دوې ته د اوښتي ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي.


پيوندونه: پولیس , برید , طالبان , غزني

اړوند خبرونه