په فراه ولایت کې چاودنه وشوه

په فراه ولایت کې پر طالبانو خپل چاودیدونکي توکي وچاودیدل

په فراه ولایت کې چاودنه وشوه

د افغانستان  د فراه په ولایت کې  طالبان د خپلو چاویدونکو توکو ښکار شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت  په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  تیره ورځ د ماښام  په ساعتونو کې د فراه ولایت د انار درې په ولسوالۍ کې  د چاودیدونکو توکو نه  بار په موټر کې چاودنه وشوه. په چاودنه کې  ۴ تنه  طالب جنګیالي وژل شوي دي.

پيښه  د انار درې ولسوالۍ د ډنډ جوال  په کلي کې رامنځته شوې ده . په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  طالبانو غوښتل چې ددې موټر بم سره  ترهګریز برید وکړي خو خپل شوم هدف ته درسیدو نه مخکې د خپل بم سره  ووژل شول.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې پدې پیښه کې د طالب اورپکو سربیره  بل چاته  ځاني زیان  ندی اوښتی.


پيوندونه: چاودنه , طالبان , فراه

اړوند خبرونه