په ننګرهار کې تر شلو ډیرو داعشیان ووژل شو

د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې  داعش ترهګرې ډلې ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

889376
په ننګرهار کې تر شلو ډیرو داعشیان ووژل شو

د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې  داعش ترهګرې ډلې ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت  د معلوماتو له مخې  د ننګرهار ولایت د اچین او شیرزادو په ولسوالیو کې  د داعش پر خلاف په ترسره شوو مځکنیو او هوايي بریدونو کې یادې شوې ډلې ته  ستر ګوزار ورکړ شوی دی.

د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې  په اچین ولسوالۍ کې  په ترسره شوو عملیاتو کې  لږ تر لږه  ۲۱ تنه داعشیان  وژل شوي دي.

همداشان  په شیرزادو ولسوالۍ کې  د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په برید کې  دوه تنه مهم داعشیان  وژل شوي دي.

د بله پلوه  د ۲۰۱ سیلاب قول اردو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  په ننګرهار ولایت کې د داعش پر خلاف په ترسره شوو عملیاتو کې د داعش نه پرته  ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته  ځاني زیان  ندی اوښتی.



اړوند خبرونه