د بيت المقدس په اړه د ولسمشر غني وينا

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلامي همكاريو د سازمان په فوق العاده غونډه كې چې نن په استانبول كې جوړه شوې وه، وينا وكړه.

د بيت المقدس په اړه د ولسمشر غني وينا

 

 

دا غونډه چې د تركيې د ولسمشر او د اسلامي همكاريو د سازمان د دوره ايي مشر رجب طيب اردوغان په وړانديز جوړه شوې وه، ددې سازمان د غړو هېوادونو يو شمېر مشرانو په كې ګډون وكړ.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې افغان ولسمشر د ټرمپ لخوا د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د پېژندلو پر خلاف د افغانستان د دولت رسمي دريځ څرګند كړ.

د ارګ د خبر پاڼې پر اساس د ولسمشر غني د وينا ځينې ټكي پدې ډول دي:

جمهوررئیس غني د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د فوق العاده ناستې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل: مونږ په ځانګړې تاریخي شیبه کې سره راټول شوي یوو چې د اسلامي امت او نړۍ ګډ پام پر قدس، حرم شریف او د فلسطین د خلکو پر حقونو متمرکز دی. هغه زیاته کړه، قدس زموږ لومړنۍ قبله او د حرم شریف او د (مسلمانانو) د دریم سپېڅلي جومات په توګه د مسلمانانو په توګه زموږ  د هویت مرکزي هسته تشکیل کړې او زموږ د اسلامي تمدن کلیدي سمبولونه دي.

هغه زیاته کړه: له پیوستون څخه په استفادې کولای شو د فلسطین خلکو او حکومت سره د مرستې لپاره جامع پلان ترتیب کړو، ځکه واړه اقدامات  او خورې ورې پروژې کافي نه دي.

جمهوررئیس غني په فلسطین او سیمه کې د عادلانه او پایداره سولې د تامین په خاطر د عرب نوښت جامع طرحې د ترتیب لپاره له بین المللي قوانینو څخه استفاده مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د مسلمانانو او عیسویانو، د خلکو او د امریکا په ګډون د امنیت شورا کلیدي غړو ترمنځ، تلپاتې سولې ته د رسېدو په خاطر سم درک ته اړتیا ده.

د هېواد جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د اسلامي نړۍ د هېوادونو تر منځ د شخړو او مناقشو ختمولو ته جدي اړتیا ده  چې له دې سره خپله واقعي رهبري ثابتولی او د همدغې پیاوړې اجماع له لارې خپله توانایي نندارې ته وړاندې کولی شو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه، زموږ اسلامي تاریخ باید د زغم د تمدن په توګه احیا شي او همدارنګه تروریستي او له تاوتریخوالي ډک اعمال چې اصلي قربانیان یې مسلمانان او په ځانګړي ډول د افغانستان خلک دي، مردود او وغندل شي  .

جمهوررئیس غني د عادلانه او پایداره حل لارې د پیداکولو په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونه چې د یو خپلواک دولت لرلو لپاره د فلسطین د خلکو د حقونو د تامین او د القدس او حرم شریف د موقعیت د تثبیت لامل کېږي، مهم وبلل اود هغو هرکلی یې وکړ.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د اسلامي نړۍ او په عمومي توګه د ټولې نړۍ ترمنځ همپالنه او معاهدې او د بیت المقدس ځانګړي ځای ته درناوی د ټولو الهي ادیانو په تاریخ کې هیڅ وخت هم دومره پراخه نه وو.

جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، زموږ پخوانيو مشرانو چې کوم زغم او درناوی ښودلی، له  حضرت عمر فاروق څخه نیولې تر خلیفه عبدالملک چې اقصی جومات یې جوړ کړ، تر صلاح الدین ایوبي پورې د یو تمدن او فرهنګ په توګه د اسلام د عمق او وسعت ښودونکي دي.

جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، د اسلام روښانه ماضي، مونږ ته دا لارښوونه کوي چې خپل راتلونکی د تمدنونو، فرهنګونو، ادیانو او خلکو ترمنځ د رغنده مذاکراتو په پیلولو سره مجسم کړو.

د هېواد جمهوررئیس، د اسلامي امت ترمنځ اجماع خوشالونکې وبلله او زیاته یې کړه د نړۍ مسلمانان لکه رهبران، دولتونه، جوماتونه، رسنۍ، ښځې او نارینه، ځوانان او زاړه داسې منسجم او متحد شوي چې د حق په اړه خپل ګډ غږ پورته کوي.



اړوند خبرونه