طالبان د خپل بم ښکار شول

د افغانستان د هرات په ولایت کې  طالبان  د خپل بم  ښکار  شول.

طالبان د خپل بم ښکار شول

د افغانستان د هرات په ولایت کې  طالبان  د خپل بم  ښکار  شول.

په هرات ولایت کې  درې تنه طالبان  د خپل بم  ښکار شول.

د هرات ولایت نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  د نوموړي ولایت د شینډنډ ولسوالۍ  د ده امان  په سیمه کې  په طالبانو خپل بم  وچاودید.

د هرات د والي ویاند  جیلاني  فرهاد خبري رسنیو ته ویلي دي چې  بم  د طالبانو لخوا  په افغان ځواکونو  د برید په خاطر  د سړک په غاړه کې ځای په ځای شوی وو چې پخپله په طالبانو وچاودید.

هغه وویل چې طالبان  د خپل بم ښکار شول. بم  د طالبانو  د یو سیمه یز قومندان په موټر وچاودید چې په ترڅ کې  د ګل محمد په نامه  سیمه یز قومندان او دوو تنو نورو طالبانو ژوند د لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه