په ننګرهار کې داعش ته قوي ګوزار ورکړ شو

د افغانستان په ختیځ په ننګرهار ولایت کې داعش ترهګرې ډلې ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

په ننګرهار کې داعش ته قوي ګوزار ورکړ شو

 د افغانستان په ختیځ په ننګرهار ولایت کې داعش ترهګرې ډلې ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

د ننګرهار ولایت والي عطاالله خوګیاڼي  خبري رسنیو ته  ویلي دي چې تیره شپه  د یاد شوي ولایت د اچین په ولسوالۍ کې  د داعش ترهګرې ډلې په مرکزونو  د هوايي بریدونو سره  لږ تر لږه  ۲۵ تنه داعشیان  ووژل شول.

هغه ویلي دي چې دا بریدونه د اچین ولسوالۍ مهمند درې  د شین چوبي  په سیمه کې  شوي دي.

هغه ویلي دي چې افغان ځواکونو  په یاده شوې سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې په یوې قرارګاه  هوايي بریدونه وکړ چې په ترڅ کې  قرارګاه  او په قرارګاه کې  موجود  ۲۵ تنه  داعشیان  ټول  له منځه وړل شوي دي.

د بله پلوه د افغانستان د دفاع وزارت د هیواد په بیلابیلو سیمو کې  د طالبانو او داعشیانو پر خلاف په روانو عملیاتو کې  د ۵۱ تنو  ترهګرو د وژلو نه خبر ورکړی دی.



اړوند خبرونه