په افغانستان کې د القاعدې ترهګرې ډلې  یو ډیر مهم  مشر  ووژل شو.

په افغانستان کې د القاعدې ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو

په افغانستان کې د القاعدې ترهګرې ډلې  یو ډیر مهم  مشر  ووژل شو.

په افغانستان کې د القاعدې ترهګرې ډلې  یو ډیر مهم  مشر  ووژل شو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست  د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې  د القاعدې ترهګرې ډلې د یو مهم  مشر  خطاب په ګډون ۸۰ تنه ترهګر وژل شوي دي.

ملي امنیت ریاست وايي چې  د القاعدې  دا مشر  خطاب  مشهور په عمر منصور  په افغانستان کې د یادې شوې ترهګرې ډلې  تر ټولو مهم  کس وو چې له منځه یوړل شو.

د ملي امنیت د ریاست د معلوماتو له مخې  دا  عملیات  د پکتیکا ، غزني او زابل په ولایتونو کې ترسره شوي دي.

ملي امنیت ریاست ویلي دي چې  د ترهګرو  دا مشر  عمر خطاب  د  عاصم عمر  نه وروسته  د یادوې شوې ډلې  تر ټولو  جګپوړی  چارواکی  دی.

پدې عملیاتو کې  د القاعدې د ترهګرې ډلې  ۲۷ تنه غړي نیول شوي  او پنځه  قرارګاه ګانې له منځه وړل شوي دي.

پدې  ۸۰ تنو وژل شوو  کسانو کې  د القاعدې د ترهګرې ډلې  ځیني نور مهم  ډلمشران هم شتون لري. په وژل شوو کسانو کې  بعضې  د پاکستان د پنجاب  د سیمې اوسیدونکي هم  شتون لري.



اړوند خبرونه