په کندهار کې په لسګونو تنو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته

طالبانو په کندهار کې په ۱۵ امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل

په کندهار کې په لسګونو تنو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته

طالبانو  د کندهار او هلمند په ولایتونو کې  په یو زیات شمیر امنیتي پوستو په عینې وخت کې ډله ییز بریدونه کړي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې  طالبانو پرون شپه  د اتو بجو پر مهال  په میوند ولسوالۍ کې په ۱۵ امنیتي پوستو برید وکړ چې په ترڅ کې  لږ تر لږه  ۲۲ تنه پولیس مړه  او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه ویلي دي چې  پدې نښته او بریدونو کې  تر ۸۰ تنو ډیرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د بله پلوه  د کندهار ولایت  د پولیسو مطبوعاتي دفتر ویلي دي چې دا پراخه بریدونه  د میوند ولسوالۍ د نیولو  او سقوط په موخه ترسره شوي وو چې له نیکه مرغه  خپلو موخو ته ونه رسیدل.

بریدونه د شپې په اتو بجو پیل شول چې جګړې  د شپې تر ۲ بجو  دوام وکړ.

د بله پلوه  طالبانو د یادو شوو بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

طالبانو پدې بریدونو کې په لسګونو تنو افغان ځواکونو ته  د ځاني زیانونو د اړولو ادعا کړې ده .

طالبانو پدې نښته کې  د ګن شمیر وسلو او مهماتو د نیولو ادعا هم  کړې ده . طالبانو ویلي دي چې بریدونه د مندوزو او کلانکیچه  په سیمو کې کړي دي.



اړوند خبرونه