د افغانستان د کندهار په ولایت کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

په کندهار کې ترهګر خپل هدف ته د رسیدو نه مخکې ووژل شول

د افغانستان د کندهار په ولایت کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

د افغانستان د کندهار په ولایت کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

په کندهار ولایت کې ۴ تنه  ځانمرګي برید کوونکي چې په معروف ولسوالۍ  او امنیتې قومندانۍ  د برید  هوډ  درلود  د برید نه مخکې  د امنیتي ځواکونو لخوا تثبیت او له منځه یوړل شول.

د کندهار د ولایت د پولیسو ویاند  ضیا دراني  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  امنیتي ځواکونو  تیره شپه  ۴ تنه  ځانمرګي برید کوونکي  چې د معروف ولسوالۍ په مقام  او امنیې قومندانۍ  د برید هوډ  درلود  د امنیتي ځواکونو لخوا په وخت د تشخیص او تثبیت نه وروسته  ووژل شول.

هغه ویلي دي چې  ترهګرو غوښتل چې یو ځل بیا  د هوموې زغروال  موټر سره  د ولسوالۍ په ودانۍ  او امنیې قومندانۍ  برید وکړي  چې له نیکه مرغه  له خپو وغورځول شول.

دراني ویلي دي چې ترهګر  هدف ته د رسیدو نه مخکې ووژل شول.

د چاودیدونکو توکو نه بار هوموې  زغروال  موټر په کنټرولي  ډول سره  له منځه وړل شوی دی.

د یادولو وړ ده چې طالبانو  پرون  په کندهار ولایت کې  د بهرنیو ځواکونو په کتار ځانمرګی برید وکړ.



اړوند خبرونه