یوناما : په کندوز کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي ملکي وګړي دي

په کابل کې د یوناما  دفتر  د نوامبر په څلورمه نیټه  په کندوز کې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونو کې  لږ تر لږه  د ۱۰ تنو ملکي وګړو د وژنې پخلی وکړ.

د یوناما  دفتر  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام  کې ویلي دي چې  دا معلومات يي  د سیمې د خلکو، روغتیايي پرسونل  او مخورو کسانو سره  د مخامخو لیدونو نه وروسته  ترلاسه کړي دي.

د سیمې خلکو او روغتیايي پرسونل ویلي دي چې  د نوامبر څلورمه نیټه  د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي کسان ملکي وګړي وو.

د یادولو وړ ده چې امریکايي ځواکونو د نوامبر په څلورمه نیټه په کندوز ولایت هوايي بریدونه وکړل چې په ترڅ کې  ګڼ شمیر ملکي وګړو ته  مرګ ژوبله واوښته.

امریکايي ځواکونو پدې برید کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله رد کړې ده خو  د سیمې خلک بیا وايي چې وژل شوي ټول  ملکي وګړي دي.

یوناما دفتر هم پدې اړه څیړنې کړي  او اعلان وکړ چې  کیدای شي چې وژل شوي ټول ملکي وګړي وي.

د یادولو وړ ده چې امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې د طالبانو ، داعش او القاعدې پر خلاف د روانې مبارزې ستراتیژۍ ته  تغیر ورکړ  او د نوې ستراتیژۍ له مخې  هوايي بریدونو ته  زور ورته کړی دی.

امریکايي ځواکونه  وخت نا وخته  په ملکي میشتو سیمو هم  هوايي بریدونه کوي.

اړوند خبرونه