د افغانستان د ملي پوځ  ۷۰ سلنه جنرالان تقاعد ته  سوقیږي.

د افغانستان د پوځ د ذاتي امورو نوی قانون بشپړ شو

د افغانستان د ملي پوځ  ۷۰ سلنه جنرالان تقاعد ته  سوقیږي.

د افغانستان د ملي پوځ  ۷۰ سلنه جنرالان تقاعد ته  سوقیږي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې  په پوځ کې د اصلاحاتو په اړه  د نوي قانون  چارې  بشپړې شوي دي  چې له مخې به يي  یواځې  ۳۰ سلنه  جنرالان  په دندو کې پاتې او باقي به  تقاعد ته  سوق کړی شي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت  ویاند  تورن جنرال دولت وزیري ویلي دي چې په نوي قانون کې  د ستر جنرال لپاره د تقاعد سن ۶۲ کاله، د ډګرجنرال لپاره ۶۰ کاله، د تورنجنرال لپاره۵۸ کاله، د برید جنرال لپاره ۵۶ کاله، د ډګروالانو او ټیټ رتبه افسرانو لپاره ۵۴ کاله  ټاکل شوی دی.

ددې له مخې د دفاع د وزارت ټول هغه جنرالان  او افسران  چې د ټاکل شوي  سن نه يي سن لوړ وي  تقاعد ته  سوقیږي.

هغه  ویلي دي چې دفاع وزارت  ددې قانون  په عملي کولو غور کوي.

وزیري ویلي دي چې  په پام کې ده چې دا پروسه  په یو نیم کال کې  بشپړه شي.

جنرال وزیرې دا څرګندونې د اشنا راډیو سره په مرکه کې کړي دي.

هغه ویلي دي چې  د افسرانو د ذاتي امورو  په قانون کې چې په ۱۳۸۸ کال کې  توشیع شوی وو د افسرانو لپاره د تقاعد سن  ۶۵ کاله ټاکل شوی وو چې په نوي قانون کې بیا  ۶۳ کاله ټاکل شوی دی.

هغه ویلي دي چې په لومړني پړاو کې به د دفاع وزارت  ټول هغه  منسبوبین  چې په احتیاطو کې قرار لري او یا يي  رتبې ډیرې ټیټي شي  هغوې ټول  تقاعد ته سوق کړی شي. د وزیري په وینا  دا پروسه به د روان لمریز کال د جدي د میاشتې د ۱۱مې نیټې نه پیل  او د راتلوونکي کال  د جدي په ۱۱ مه  سرته ورسول شي.

همداشان په دویم پړاو  کې به ټول هغه افسران  چې عمر يي لوړوي تقاعد  ته سوق کړی شي. دویم پړاو  به هم  د ۱۳۹۷ لمریز کال  د جدي تر میاشتې سرته ورسول شي.

د هغه په وینا  ددې پروسې  دریم  پړاو به  د ۱۳۹۷ کال د جدي په میاشت کې پيل او د ۱۳۹۸ کال  د جدي په میاشت کې سرته ورسول شي. په دریم پړاو کې به ټول  هغه افسران  چې سن يي تقاعد ته  برابر وي  تقاعد ته سوق کړی شي.

وزیري ویلي  دي چې دا پروسه به په ډیره منظمه توګه پر مخ  یوړل شي  او د هیواد په پوځ  به هیڅډول منفي اغیزې ونکړي.  

د ویلو ده چې  د افغانستان ولسي جرګې او خلکو  پدې اړه اندیښنه ښودلي او ادعا کوي چې  دا پروسه به پوځ کمزوری کړي.ځکه چې  ځوانان  په کافي توګه تجربه نلري  او دا پروسه به ستونزې پيدا کړي. 



اړوند خبرونه