د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې  زوروره چاودنه وشوه.

په هلمند کې زوروره چاودنه وشوه

د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې  زوروره چاودنه وشوه.

د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې  زوروره چاودنه وشوه.

د هلمند ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د لښکرګاه  د بولان په سیمه کې  د پوله ساتو پولیسو په مرکز  ځانمرګی برید وشو.

ځانمرګي برید کوونکي  د پوله ساتو پولیسو د  مرکز ترڅنګ  ځان وچولو.

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ځانمرګي برید کوونکي خپل موټر  د پوله ساتو ځواکونو د مرکز د دروازې سره  جنګولی دی.

د هلمند د والي ویاند د برید پخلی کړی دی او ویلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه  یو تن پولیس مړ او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.


پيوندونه: چاودنه , لشکرګاه , هلمند

اړوند خبرونه