د کابل په زړه کې د طالبانو د ماین جوړولو فابریکه ونیول شوه

د افغانستان د پلازمینې  کابل  تر ټولو  په مهمه  سیمه کې  د طالبانو اړوند  د بمونو او ځانمرګیو واسکټونو د جوړولو  فابریکه  کشف  شوه.

د کابل په زړه کې د طالبانو د ماین جوړولو فابریکه ونیول شوه

 د افغانستان د پلازمینې  کابل  تر ټولو  په مهمه  سیمه کې  د طالبانو اړوند  د بمونو او ځانمرګیو واسکټونو د جوړولو  فابریکه  کشف  شوه.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست  پدې اړه د خبرپاڼې په خپرولو سره  ویلي دي چې ددوې منسوبینو د کابل د  پولیسو د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د  خوشحاله خان مینې په سیمه کې  د ماینونو او ځانمرګیو واسکټونو د جوړولو یوه فابریکه  کشف  او ضبط کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د ملي امنیت  منسوبینو  په خوشحال خان مینه کې په هغه کور چاپه واچوله  چې د طالبانو لخوا ترینه  د ماینونو، مقناطیسي بمونو، ریموټ کنټرولي بمونو او ځانمرګیو واسکټونو د جوړولو د فابریکې په توګه کار اخیستل کیده.

د ملي امنیت  منسوبینو  په یادې شوې فابریکې د چاپې اچولو  پر مهال  د فابریکې  د مسولینو سره نښته وکړه چې په ترڅ کې  د ضیاالرحمان  او اصف په نامه  دوه  ترهګر  ووژل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملي امنیت ریاست منسوبینو  ددې عملیاتو په ترڅ کې  تر سلو کیلوګرامو ډیر چاویدونکي توکي، د ماینونو او بمونو جوړولو  دستګاګانې، یو زیات شمیر ځانمرګي واسکټونه  او د ماینونو او بمونو په جوړولو کې کاریدونکي  تخنیکی  وسایل  نیولي دي.

د یادولو وړ ده چې  ددې فابریکې د کشف او ضبط سره  طالبانو ته ډیر ستر ګوزار ورکړ شو.



اړوند خبرونه