په ارزګان کې په افغان ځواکونو خونړی برید وشو

په ارزګان کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه خونړۍ جګړه.

په ارزګان کې په افغان ځواکونو خونړی برید وشو

د افغانستان د ارزګان په ولایت کې  د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځه په نښته کې دواړو خواوو ته  درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو  نږدې څلور ورځې مخکې په چوره ولسوالۍ کې  په امنیتي مرکزونو  پراخه بریدونه پیل کړي وو چې  د افغان ځواکونو  د سخت مقامت سره  مخامخ شول.

پدې نښته کې  ۲۴ تنو افغان امنیتي ځواکونو  ژوند د لاسه ورکړی دی . ویل کیږي  په نښتو کې ۱۸ تنه د ملي اردو سرتیري او ۶ تنه هم  پولیس  وژل شوي دي.

په نښته کې تر ۳۰ تنو ډیر طالب اورپکې له منځه  وړ شوي دي.

د چوره د ولسوالۍ ولسوال امین خالقي  خبري رسنیو ته وویل چې  طالبانو په یادې شوې ولسوالۍ پراخه بریدونه پیل کړي وو چې  د افغان ځواکونو د سخت مقامت سره مخامخ شول.

هغه وویل  سره ددې چې پدې نښتو کې  ۲۴ تنه افغان امنیتي سرتیرو  ژوند د لاسه ورکړی  خو تر ۳۰ تنو ډیر  طالب اورپکې له منځه وړي دي.

ولسوال ویلي دي چې  طالبانو  د یادې شوې ولسوالۍ ځینې برخې  نیولې وې چې  افغان ځواکونو ترینه بیرته ونیولې.



اړوند خبرونه