د افغانې كډوالې بوډۍ په اړه د سويډن پرېكړه

يوه ۱۰۶ كلنه افغانه بوډۍ چې په سويډن كې يې د پناه غوښتنليك رد شوى و، د خلكو د پر له پسې نيوكو او فشار په پايله كې دوسيه له سره څېړل كيږي.

د افغانې كډوالې بوډۍ په اړه د سويډن پرېكړه

 

 

بي بي خال اوزبيك چې ۱۰۶ كاله عمر لري د افغانستان د كندز له ولايته د خپل زوى او لمسيانو سره د قاچاقي لارو په واسطه د سويډن هېواد ته  رسېدلې وه خو ددې هېواد د چارواكو لخوا يې د كډوالۍ غوښتنليك رد شوى و.

په سويډن كې يوې محكمې د بي بي خال د ناروغۍ او لوړ عمر په نظر كې نيولو سره پرېكړه وكړه چې نوموړې ته د ۱۳ مياشتو لپاره اقامه وركړي.

ددې محكمې يو تن غړي خبريالانو ته وويل چې د ناروغې او بوډۍ بي بي خال شړل ناسم عمل دى.

ټاكل شوې ده چې بي بي خال ته ۱۳ مياشتنۍ موقتي اقامه وركړل شي. ددې اقامې د پاى ته رسېدلو سره نوموړې دا حق ترلاسه كوي چې د سويډن د كډوالو ادارې ته د دوه كلنې اقامې د ترلاسه كولو په موخه مراجعه وكړي.



اړوند خبرونه