په افغانستان کې د داعش مهم غړی ووژل شو

امریکا متحده ایالتونو  د افغانستان په ختیځ کې د داعش  مهم  قومندان  وواژه.

په افغانستان کې د داعش مهم غړی ووژل شو

امریکا متحده ایالتونو  د افغانستان په ختیځ کې د داعش  مهم  قومندان  وواژه.

د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ  ویلي دي چې  د داعش ترهګرې دلې  مهم  غړی  قاري زاهد  تیره ورځ په اچین ولسوالۍ کې  د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

ځینو سرچینو بیا ویلي دي چې  نوموړي  په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د ویاندۍ  دنده هم  په غاړه درلوده.

د امنیې قومندانۍ پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  د امریکايي ځواکونو اړوند  بې پیلوټه الوتکې  پرون  د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د باغ درې په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې په مهم  غړي قاري زاهد  برید وکړ. په برید کې  د قاري زاهد سربیره  نورو داعشیانو ته هم  ځاني زیان اوښتی دی.



اړوند خبرونه