د افغانستان د پوځ اړوند  جنګي چورلکو په خطايي کې په خپلو  ځواکونو  هوايي برید وکړ.

په هلمند کې د افغان ځواکونو لخوا په افغان ځواکونو هوايي برید

817852
د افغانستان د پوځ اړوند  جنګي چورلکو په خطايي کې په خپلو  ځواکونو  هوايي برید وکړ.

د افغانستان د پوځ اړوند  جنګي چورلکو په خطايي کې په خپلو  ځواکونو  هوايي برید وکړ.

پيښه  د افغانستان په سویل کې د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .

د هلمند والي حیات الله حیات  د پښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې  پرون  یکشنبه  د اکتوبر په لومړۍ نیټه  د ملي اردو په خطايي هوايي برید کې  نږدې ۲۰ تنو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته.

هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې  لس تنه افغان سرتیري مړه   او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي په وینا  پیښه  پرون یکشنبې د مازیګر  په ساعتونو کې رامنځته شوه. پيښه  د ګریشک ولسوالۍ د ادم خان په سیمه کې رامنځته شوې ده .

دا لومړی ځل دی چې  د افغانستان د ملي اردو هوايي ځواکونه په خطايي کې په خپلو ملګرو  برید کوي.

ددینه وړاندې  امریکايي ځواکونو په کراتو  په خطايي کې په افغان ځواکونو هوايي بریدونه کړي دي.

امریکايي ځواکونو  یو څه موده مخکې په همدې ګریشک ولسوالۍ کې په افغان ځواکونو برید کړی وو چې له امله يي  ۱۶ تنه  سرتیري وژلي وو.



اړوند خبرونه