غازي لوبغالي ته نږدې چاودنه
په كابل كې د كرېكټ شپږزې د سياليو پر مهال د لوبغالي په ورودو دروازه كې د چاودنې غږ اورېدل شوى دى.
806286
د كرېكټ بورډ مشر عاطف مشعل هم ددې پېښې پخلى كړى دى. نوموړي څرګنده كړه چې د يوې چاودنې غږ يې اورېدلى دى. تر چاودنې وروسته د ټيمونو ترمېنځ سيالي هم ځنډول شوې ده خو د مشعل په وينا دا سيالي به بېرته پيل شي.
تر اوسه پورې د چاودنې د څرنګوالي او تلفاتو په اړه كره معلومات نشته دى.
پدې اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی