په بلخ كې ناځوانمردانه پېښه!

په بلخ كې د سره صليب د نړيوالې كمېټې يوه ډاكټره د هغه معيوب ناروغ لخوا په ډزو وژل شوې ده چې دده درملنه يې كوله.

په بلخ كې ناځوانمردانه پېښه!

 

 

د بلخ د امنيتي چارواكو د معلوماتو پر مهال دا اسپانوي ډاكټره چې په بلخ كې د جګړې د قربانيانو په درملنې او معيبينو ته د بدن د مصنوعي غړو په جوړولو بوخته وه، ددې د يو تن معيوب ناروغ لخوا چې پښه يې نه درلودله، په ډزو وژل شوې ده.

 ويل كيږي چې بريدګر له ځانه سره خپله وسله په وېلچر كې راوړې وه او د معاينې پر مهال يې پر خپلې ډاكټرې ډزې كړي دي.

په بلخ كې د سره صليب د نړيوالې كمېټې د كار كوونكو پر وړاندې د تاوتريخوالي دا لومړى پېښه نه ده. شاوخوا ۸ مياشتې وړاندې ددې كمېټې شپږ تنه غړي د داعش د وسله والو لخوا ووژل شول.

سربېره پر دې د همدې كمېټې غړي پخوا تښتول شوي وو چې بيا وروسته را خوشې شول


پيوندونه: ډاكټره , سره صليب , بلخ

اړوند خبرونه