د امريكا د نوې تګلارې په اړه د حامد كرزي غبرګون
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد كرزي د يوې رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان لپاره د امريكا د نوې تګلارې په اړه غبرګون وښود.
دا خبرپاڼه چې د كرزي د دفتر لخوا خپره شوې ده، په كې راغلي دي چې پدې تګلاره كې د سولې پر ځاى د جګړې پر دوام او پراختيا تاكيد شوى دى.
كرزي دا تګلاره غندلې ده او زياته كړې يې ده چې `` د افغانانو غوښتنه په هېواد او سیمه کې د دایمې سولې او ثبات ټینګښت دی نه د جګړې د اور پراخېده او د وژنو او تخریب دوام. برعکس د امریکا متحده ایالات باید هڅه وکړي چې د خبرو، مذاکراتو او سوله ایزو اقداماتو له لارې په افغانستان او سیمه کې جګړه پای ته ورسوي ترڅو د سیمې هېوادونه په سوله او امن کې یو له بله سره ژوند وکړي.``
د اعلاميې په يوې برخه كې راغلي دي چې `` ه یاده ستراتیژی کې یوازینۍ د عطف نقطه دا ده چې د امریکا متحده ایالاتو خپل پخواني اشتباهات منلي او زیاته کړې یې ده چې له دې وروسته به په پاکستان کې د تروریستانو د ځالو او پټنځایونو په هکله چوپتیا غوره نه کړي. که څه هم دا خبره په وار وار د امریکا له حکامو څخه پخوا هم اورېدل شوې خو هیله ده چې دا ځل په خپلو ویناوو په جدیت سره عمل وکړي.``
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی