په افغانستان کې امریکايي سرتیری ووژل شو.
په افغانستان کې یو تن بل امریکايي سرتیری هم ووژل شو
792143
په افغانستان کې امریکايي سرتیری ووژل شو.
د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان په ختیځ کې د خپل یو تن سرتیري چې په جګړه کې ټپي شوی وو د ژوند د لاسه ورکولو نه خبر ورکړ.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا د دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان په ختیځ کې د یو تن امریکايي سرتیري د وژل کیدو نه خبر ورکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې امریکايي سرتیری چې د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په عملیاتو کې ټپي شوی وو ساه ورکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نوموړی سرتیری د تیرې چارشنبې په ورځ ټپي شوی وو چې په روغتون کې ساه ورکړه.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی