طالبانو په سرپل ولایت کې تښتولي ملکي وګړي خوشې کړل

د میرزاولنګ ولسوالۍ تښتول شوي کسان خوشې شول

طالبانو په سرپل ولایت کې تښتولي ملکي وګړي خوشې کړل

 طالبانو د افغانستان په شمال کې  د سرپل ولایت د میرزا اولنګ  په ولسوالۍ کې  تښتولي  ۲۳۵ تنه  ملکي وګړي  خوشې کړل.

د سرپل ولایت  چارواکیو د طالبانو لخوا د ۲۳۵ تنو ملکي وګړو  خوشې کولو پخلی کړی دی  او ویلي دي چې  نوموړي  کسان  د ولایت مرکز ته رارسیدلي دي.

د سرپل د والي ویاند  ذبیح الله اماني د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې  طالبانو  ۴ ورځې مخکې  تښتولو کسانو نه  ۲۳۵ تنه  خوشې  او د ولایت مرکز ته راورسیدل.

هغه وویل چې  دا کسان  د سیمې د سپینږیرو  او قومي  مشرانو د منځګړتوب  او هلو ځلو په پایله کې  راخوشې شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  طالبانو  څو ورځې مخکې  د داعش ترهګرې ډلې په مرسته  د سرپل ولایت  د میرزا اولنګ  په ولسوالۍ برید وکړ  او په سلګونو تنه  ملکي وګړي  برمته کړل. طالبانو په ولسوالۍ د برید سره  تر ۳۰ ډیر ملکي وګړي ووژل.

طالبانو ویلي وو چې  وژلي کسان  اربکیان دي. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني  دا برید  د بشریت  پر خلاف  برید بللی وو او سخت غبرګون يي ښودلی وو. هغه ویلي وو چې  ددې پیښې فاعلین به د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.

ددې قتل عام  پوښتنه به ترینه وشي.



اړوند خبرونه