د افغانستان  په شمال کې  د پنجشیر په ولایت کې  خونړۍ  ټرافیکي پیښه  رامنځته شوه.

په پنجشیر کې ټرافیکي پيښه ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د افغانستان  په شمال کې  د پنجشیر په ولایت کې  خونړۍ  ټرافیکي پیښه  رامنځته شوه.

د افغانستان  په شمال کې  د پنجشیر په ولایت کې  خونړۍ  ټرافیکي پیښه  رامنځته شوه.

د پنجشیر ولایت د مطبوعاتو  مسئول  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د پنچشیر ولایت د بازارک  د ولسوالۍ  په مربوطاتو  کې  د یو موټر  د چپه کیدو په پایله کې  ۴ تنه مړه او ۷ تنه نور ټپیان شول.

هغه ویلي دي چې یو مازاد  ډوله  موټر چې  ۱۴ تنو پکې سفر کولو  د ډیر زیات سرعت او بې احتیاطۍ  په پایله کې  چپه شوی دی.

د هغه په وینا  په پیښه کې  ۴ تنه مړه او ۷ تنه ټپیان شوي دي چې په ټپیانو کې  د موټر چلوونکی  هم  شتون لري.

ویل کیږي  د پیښې قربانیان  د سمنګان  ولایت  اوسیدونکي  دي چې د کار کولو  په خاطر  پنجشیر ولایت ته راغلي ول.

د ټپیانو نه  هم  د ځینو  روغتیايي حالت  ښه ندی.



اړوند خبرونه