د افغانستان په ختیځ کې داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو.

داعش ته پر له پسې ګوزارونه

د افغانستان په ختیځ کې داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان په ختیځ کې داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د هیواد په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د پچیر اګام  په ولسوالۍ کې  داعش ترهګرې ډلې ته  ستر ګوزار ورکړ شوی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پدې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  په پچیراګام ولسوالۍ کې  د داعش په  خلاف په ترسره شوو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه  ۱۹ تنه داعشیان وژل شوي او ګڼ  شمیر نور ټپیان شوي دي.

همداشان په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې  د کنړ ولایت د وټه پور په ولسوالۍ کې هم  د داعش ترهګرې ډلې په پټنځایونو د هوايي برید په ترڅ کې  د یادې شوې ډلې د جلب او جذب مسئول مولوي ضیا او د تبلیغاتو مسئول محمد سعید په ګډون ۱۱ تنه داعشیان وژل شوي دي. پدې ۱۱ تنو کې درې تنه  قومندانان  دي

د ویلو ده چې  داعش ترهګره ډله  په ټول افغانستان کې خو په ځانګړې توګه  په ننګرهار ولایت کې  ډیره قوي ده. داعش  د ننګرهار په مهمو ولسوالیو کې  لکه اچین، پچیراګام، خوږیانو  او پاکستان سره په پوله کې په پرته سیمو کې پراخه  ریښې  ځغلولي دي.

داعش  ترهګرې ډلې  پدې وروستیو کې پرله پسې  ماتې وخوړې. عراقي ځواکونو هم  په نوموړي هیواد کې د داعش  اصلي مرکز  او پلازمینه  د موصل ښار ونیو. داعش خلاف او تش په نامه  اسلامي دولت  په یاد شوي ښار کې اعلان کړی وو.

د بله پلوه  د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د مړینې اړوند  خبرونه  د هرې ورځې په تیریدو سره  ډیریږي. تیره ورځ  په سوریه کې د بشري حقونو سازمان وویل  چې داسې راپور یي ترلاسه کړی دی چې  بغدادي  مړ شوی دی.

همداشان  تیره ورځ  ادعا وشوه چې د داعش  یو تن  جګپوړي چارواکي ځان د نوي خلیفه په توګه اعلان کړی دی.

 

 



اړوند خبرونه