په کندهار کې د ملي اردو په قرارګاه خونړی برید وشو

د افغانستان  د کندهار په ولایت کې  د ملي اردو د ځواکونو په قرارګاه  خونړی برید وشو.

737316
په کندهار کې د ملي اردو په قرارګاه خونړی برید وشو

 د افغانستان  د کندهار په ولایت کې  د ملي اردو د ځواکونو په قرارګاه  خونړی برید وشو.

د کندهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د یاد شوي ولایت د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې د ملي اردو په قرارګاه  د خونړي برید په پایله کې ۱۱ تنه  سرتیري مړه او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار امنیتي سرچینو ویلي دي چې برید  تیره شپه  شوی دی .

د یادولو وړ ده چې  طالبانو وړمه  ورځ  د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې هم  په امنیتي پوستې خونړی برید وکړ  چې په پایله کې  ۶ تنه  پولیس مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي وو.

همداشان  طالبانو  د ثور د میاشتې په ۳۰ مه نیټه  په زابل ولایت کې په څو امنیتي پوستو  د بریدونو سره  لږ تر لږه  ۲۰ تنه افغان پولیس وژلي وو.

طالبانو پدې وروستیو کې په ځانګړې توګه د هیواد سویل لورې ته په پرتو ولایتونو کې په امنیتي ځواکونو  بریدونو ته  زور ورته کړی دی.

د بله پلوه  نن  د سهار په ساعتونو کې د کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو  د چاودنې له امله ۳ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند  خپلواک  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د میوند په والسوالۍ کې د ملکي وګړو په یو ټریکټور  د سړک په غاړه ځای په ځای شوی  بم وچاودید. هغه ویلي دي چې د پیښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي. هغه د برید پړه په طالبانو اچولې ده .



اړوند خبرونه