جنرال دوستم تركيې ته راځي.

ټاكل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم نن شپه تركيې ته راشي.

جنرال دوستم تركيې ته راځي.

 

 

نوموړي ته نږدې سرچينو ويلي دي چې ښاغلى دوستم د درملنې لپاره تركيې ته راغلى دى.

دا په داسې حال كې ده چې په افغانستان كې يو شمېر رسنيو بيا ادعا كړې ده چې دوستم به په تركيه كې پاتې شي او بېرته به هېواد ته ستون نشي.

دا ادعا د ولسمشر لومړي مرستيال ته نږدې سرچينو رد كړه. بشير احمد ته ينج د خپل فېسبوك له حسابه دا ټولې ادعاګانې رد كړې او زياته يې كړه چې تركيې ته د دوستم د سفر په اړه به ټول جزييات ژر تر ژره خپاره كړي.


پيوندونه: دوستم

اړوند خبرونه