په هرات کې د ملي اردو په موټر وسله وال برید وشو

په هرات کې د نظامي روغتون د کارکوونکو د لیږد په موټر وسله وال برید وشو

په هرات کې د ملي اردو په موټر وسله وال برید وشو

د افغانستان په هرات ولایت کې د ملي اردو د منسوبینو  د لیږد  په موټر  وسله وال برید وشو.

د هرات ولایت  د پولیسو ویاند  خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن  د سهار په ساعتونو کې د ملي اردو د منسوبینو د لیږد په  کاسټر ډوله موټر د نامعلومو کسانو لخوا وسله وال برید وشو.

هغه ویلي دي چې پیښه  د عمه سکینه  په سیمه کې رامنځته شوې ده .

هغه وویل چې پدې پيښه کې  یو تن  ژوند  د لاسه ورکړی  او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د ټپیانو نه  یو تن  ملکي وګړی دی .

د بله پلوه  د هرات د والي ویاند  بیا ویلي دي چې  دا کاسټر ډوله  موټر د هرات د نظامي روغتون د کارکوونکو  د لیږد  موټر  دی. هغه ویلي دي چې د پیښې قربانیان د نظامي روغتون کارکوونکي دي.



اړوند خبرونه