د افغانستان ولسمشر ماڼۍ نوي وزیران پارلمان ته معرفي کړل

د افغانستان  ولسمشر محمد اشرف غني  د ۳ وزارت خانو لپاره نوې څیرې  وټاکلې.

د افغانستان ولسمشر ماڼۍ نوي وزیران  پارلمان ته معرفي کړل

د افغانستان  ولسمشر محمد اشرف غني  د ۳ وزارت خانو لپاره نوې څیرې  وټاکلې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني  د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وخت د پوهنې وزیر  فاروق وردګ  د پارلماني چارو د وزیر په توګه په دنده وګماره.

همداشان  ولسمشر غني  د ځانګړي فرمان له مخې  فیض الله ذکي  د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو د وزارت لپاره  او  غلام نبي فراهي  د اطلاعاتو او فرهنګ او ګرځندوی د وزارت لپاره نوماند ټاکلي دي.

ولسمشر د پارلماني چارو وزارت ته هدایت کړی چې  نوماند وزیرانو د باور د رایو د اخیستو په خاطر  ولسي جرګې ته معرفي کړي.



اړوند خبرونه