د افغانستان په ختیځ کې  په لغمان ولایت کې  د سترې فاجعې  مخه ونیول شوه.

د افغانستان د ملي امنیت  ریاست  په لغمان ولایت کې یو تن  د شلو کړیو  ماینونو  سره  د ماینونو د او وسلو او مهماتو سره  ونیو.

د افغانستان په ختیځ کې  په لغمان ولایت کې  د سترې فاجعې  مخه ونیول شوه.

د افغانستان په ختیځ کې  په لغمان ولایت کې  د سترې فاجعې  مخه ونیول شوه.

د افغانستان د ملي امنیت  ریاست  په لغمان ولایت کې یو تن  د شلو کړیو  ماینونو  سره  سربیره د  وسلو او مهماتو سره  ونیو.

د ملي امنیت ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د سلطان محمد په نامه  د طالبانو یو تن  پټ غړی د شلو کړیو ماینونو، کلاشینکوف  او سپکو وسلو سره  یو ځای ونیول شو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  نوموړی  کس  د لغمان ولایت په مرکز کې  د کوټ په کلي کې نیول شوی دی .

نیول شوي  کس  په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي دي چې د طالب قومندان  ملا جان اغا  په لارښونه او امر يي دا ماینونه  د لغمان ولایت په بیلابیلو برخو کې  خښول.

ملي امنیت  ویلي دي مخکې ددینه چې  ترهګر  خپلې شومې موخې ته ورسیږي  ددوې د منسوبینو لخوا  ونیول شو.

 


پيوندونه: لغمان

اړوند خبرونه