د افغانستان د پوځ چورلکې په کندوز کې بیړنۍ ناسته وکړه

د افغانستان  د ملي اردو  اړوند  یوې  چورلکې  په کندوز ولایت کې بیړنۍ ناسته کړې ده .

679008
د افغانستان د پوځ چورلکې په کندوز کې بیړنۍ ناسته وکړه

د افغانستان  د ملي اردو  اړوند  یوې  چورلکې  په کندوز ولایت کې بیړنۍ ناسته کړې ده .

د بله پلوه  طالبانو  بیا  د نوموړې چورلکې د ویشتو  ادعا کړې ده .

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې  ددوې یوه چورلکه  چې د داعش ترهګرې دلې پر خلاف د عملیاتو په موخه  تخار ولایت ته راونه  وه  د تخنیکي ستونزې له امله  د کندوز د دشتې ارچي  په سیمه کې  بیړنۍ ناستې ته  مجبوره شوه.

د افغانستان د ملي دفاع  وزارت ویاند دولت وزیر  ویلي دي چې  په چورلکه  کې  سپاره  کسان  د بلې  چورلکې په واسطه  انتقال شوي دي او خرابه چورلکه  له منځه وړل شوې ده .

طالبانو بیا ویلي دي چې  چورلکه  ددوې لخوا ویشتل شوې وه چې په دشتې ارچي کې راولویده. طالبانو  ادعا کړې ده چې  د افغانستان د ملي اردو  چورلکه  چې د تخار ولایت ته د بمبارۍ په موخه  راغلې وه  د درقد په ولسوالۍ کې  ددوې لخوا وویشتل شوه  چې  د کندوز ولایت د دشتي ارچي په سیمه کې  وغورځیده.

طالبانو ویلي دي چې د الوتکې  ټوله سپرلۍ  پدې پیښه کې وژل شوي دي.



اړوند خبرونه