د افغانستان لپاره ښه خبر

د شفافيت نړيوال سازمان د خپل وروستي راپور له مخې افغانستان د نړۍ د تر ټولو فاسدو هېوادونو د ليست له پايه ويستلى دى.

د افغانستان لپاره ښه خبر

 

 

دا سازمان چې هر كال د نړۍ په هېوادونو كې د فساد په اړه راپور خپروي، د خپل وروستي راپور له مخې ليكلي دي چې افغانستان ۵ درجې پرمختګ كړى دى او د ۱۷۴م ځايه يې ۱۶۹ ځاى ته صعود كړى دى.

پدې راپور كې تر افغانستان وروسته د لېبيا، سوډان، يمن، سوريې، شمالي كوريا، جنوبي سوډان او سوماليا هېوادونه ځاى لري.

پدې وروستيو كې په افغانستان كې  د فساد پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې او د قراردانونو په برخه كې د شفافيت په پايله كې افغانستان پرمختګ كړى دى.

د يادولو وړ ده چې د نړۍ تر ټولو زيات شفاف هېوادونه بيا په ترتيب سره ډنمارك، نيوزلېنډ، فنلډ، سويډن، سويس، ناورې، سينګاپور، هالنډ، كاناډا او د جرمني هېوادونه دي.


پيوندونه: افغانستان , راپور

اړوند خبرونه