د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه.
د جلال آباد د لومړنۍ ناحیې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه.

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه.
د جلال آباد د لومړنۍ ناحیې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه.
د ننګرهار والي عطاالله خوګياڼي خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه په سیمه کې د سړک په غاړه د ځای په ځای شوو چاویدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده .
هغه ویلي دي چې له نیکه مرغه چې په چاودنه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
هغه ویلي دي چې د چاودنې نه وروسته سمدلاسه سیمه د پولیسو لخوا محاصره شوه او په سیمه کې پلټنې پیل شوې. د پلټنو پر مهال په سیمه کې یو بل بم د پولیسو لخوا کشف او شنډ کړی شو.
خوګیاڼي ویلي دي چې د نوموړو پیښو په اړه څیړنې پیل شوي دي. چاودنه د غرمې نه مخکې د ۱۱ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ په افغانستان کې لومړی په هلمند ولایت کې ، ورپسې په کابل کې د پارلمان ترڅنګ او وروسته د کندهار ولایت د والي په میلسمتون کې چاودنې وشوې. د افغانستان د تیرو ورځو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه مړه او نږدې سل تنه نور ټپیان شول.