په ننګرهار كې د هند پر قونسلګرۍ د خونړي بريد مخنيوى

د افغانستان په ختيځ كې د هندوستان پر قونسلګرۍ باندې د يو خونړي بريد مخه نيول شوې ده. د ملي امنيت د يوې خبر پاڼې د خبر له مخې دوه تنه ترهګر چې غوښتل يې په ننګرهار كې د هندوستان پر قونسلګرۍ باندې ډله اييز بريدونه ترسره كړي، لاس په لاس نيول شوي دي.

597566

دا كسان چې نصر الله او عبيدالله نوميږي او په شينو شهرت لري د امنيتي ځواكونو لخوا د وسلو، چاودېدونكو موادو او مهماتو سره نيول شوي دي.

د نيول شوو كسانو نه د واترجېل په نامه ۵ كيلوګرامه چاودېدونكي مواد، ۱۵ كيلوګرامه پوتاشيم كلورايد، لاسي بمونه، برقي كپسولونه، ريموټونه، جي پي اېس دستګاګانې، مخابرې، دوربينونه،ماشينګڼې او ورته نور وسايل موندل شوي دي.

امنيتي ځواكونو د ملي اوردو يوه جوړه دريشي او نور نظامي وسايل هم له دوى نيولي دي.

تر اوسه پورې دا لا څرګنده نه ده چې نيول شوي كسان د كومې ډلې پورې اړه لري.

اړوند خبرونه