په افغانستان کې  پنځه تنه امریکايي سرتیري ټپیان شول.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان د خپلو پنځو تنو سرتیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ

540255
په افغانستان کې  پنځه تنه امریکايي سرتیري ټپیان شول.

په افغانستان کې  پنځه تنه امریکايي سرتیري ټپیان شول.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نکلسن  خبري غونډه  ته  په افغانستان کې د وروستیو عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.

هغه په وروستیو عملیاتو کې د پنځو تنو امریکايي سرتیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ. هغه وویل چې دا سرتیري  د افغانستان په ختیځ کې  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د تصفیوي عملیاتو په لړ کې  ټپیان شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  د افغانستان ځانګړو ځواکونو د امریکايي ځواکونو په ملاتړ د تیرې خالي په ورځ  په ننګرهار ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف پراخه تصفیوي عملیات پیل کړل.

افغان ځواکونو  د داعش  ترهګرې ډلې  پر خلاف تصفیوي عملیات پیل کړل چې  یادې شوې ډلې د تیرې خالي په ورځ  په پلازمینه کابل  په وینو ولړله. داعش ترهګرې ډلې تیره خالي ورځ  په کابل کې  په یوې مظاهرې  ځانمرګی  برید وکړ چې له امله يي لږ تر لږه  ۸۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ او په سلګونو تنه نور ټپیان شول.

داعش د نوموړي ځانمرګي برید مسولیت په غاړه واخیست. افغانستان ځواکونو ددې خونړي بریدنه څو ساعته وروسته د ننګرهار د کوټ په ولسوالۍ کې  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف پراخه تصفیوي عملیات پیل کړل.

پدې عملیاتو کې  د کوټ ولسوالي په کامله توګه د داعش د جنګیالیو نه تصفیه  او څه باندې  ۱۰۰ تنه  داعشیان ووژل شول.

پدې عملیاتو کې  امریکايي ځواکونو هم  ګډون کړی وو . په کابل کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان د داعش پر خلاف د تصفیوي عملیاتو په لړ کې د ۵ تنو امریکايي سرتیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ  خو دا يي ونه ویل چې دا سرتیري کله ټپیان شوي دي.

د امریکايي قومندان د څرګندونو نه لنډه موده وروسته  پنټاګون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره  وویل چې د نوموړو ۵ تنو امریکايي سرتیرو نه یو تن د یکشنبې په ورځ او ۴ تنه نور بیا د دوشنبې په ورځ  ټپیان شوي دي.

امریکايي جنرال ویلي دي چې د ټپي شوو سرتیرو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ندی.   



اړوند خبرونه