د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې د داعش او پ ک ک ترهګرو ډلو ترمنځه پټه همکاري په ډاګه کړه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو  وویل چې  یوه اونۍ مخکې په ترکیه کې د چاودیدونکو توکو نه بار  موټر ونیول شو. په روانو څیړونو کې  هر څه په داګه شول. هغه کسان چې غوښتل يي په ترکیه کې  د بې ګناه انسانانو وینې تویې کړي او هغه کسان چې ددې منفور  برید  امر يي ورکړی وو نیول شوي دي. ددې منفور برید پلان  د داعشي ترهګرو لخوا جوړ شوی وو. همداشان نیول شوو ترهګرو د تحقیقاتو پر مهال  د داعش او پ ک ک ترهګرو ډلو ترمنځه د همکارۍ په اړه اعتراف وکړ. ترهګر ویلي دي چې  د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې وای پ جي  د داعش سره  د کړو تفاهم  په پایله کې تر سلو ډیر زنداني داعشیان ازاد کړل.

د خبرترک ورځپاڼې « په هوا کې ۳۶۰ درجې  فلم اخیستونکی  ډرون  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد نامتو مخابراتي شرکت  ترک سل  د ۵ جي سره  کنټرولیدونکې  د ۳۶۰ درجو سره  فلم اخیستونکی  ځايي  ډرون  تولید کړه. د ویلو ده چې  ددې ډرون  نه  د تیلو او ګازو  د نللیکو د کنټرول  او په کرنیزو برخو کې د مځکو د کنټرول  په برخه کې هم  ګټه  اخیستل کیږي. همداشان په ډیر لوړ کیفیت د فلم اخیستو  د ځانګړتیا د درلودو له امله په کنسرتونو  او ژوندۍ بڼه د نشرانو  په برخه کې هم  ترینه کار اخیستل کیږي.

د وطن ورځپاڼې « په تراکیا کې د ګازو  زیری  »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، په ترکیه کې  د انرژۍ په برخه کې  د پانګه اچونې دوام لري. همداشان  د انرژۍ په برخه کې  اوچتو شوو ګامونو  د ثمرې په ورکولو پیل کړی دی.

د ترکیې د تراکیا  د لویدیځ چالتیک په سیمه کې په یو کوهي کې  ګاز موندل شوي دي. د انرژۍ کارپوهان  وايي چې د تراکیا نه  د انرژۍ په برخه کې اصلي زیری  د سخره يي نه ترلاسه کیدونکي ګاز دي.

ویل کیږي په سیمه کې  ۳ میلیارده متر معکب  ګاز  موندل شوي دي. همداشان پدې سیمه کې  ۶۰ برابره  زیات بیا سخره يي ګاز  شتون لري.

د سټار ورځپاڼې « په ترکیه کې  تیر کال د باد نه د ترلاسه کیدونکې انرژۍ په برخه کې  ۶۵۰ میلیونه ډالره پانګه اچونه شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې  تیر کال  د باد نه د ترلاسه کیدونکې انرژۍ  په برخه کې  د پانګه اچونو سره  تیر کال  ۴۹۷ میګاواټه  لا زیات برښنا  ترلاسه شوې ده .

د ویلو ده چې په ترکیه کې  دم ګړۍ د باد نه  ۷ زره ۳۶۹ میګاواټه  برښنا تولیدیږي. د ویلو ده چې  د باد نه د برښنا د تولید په برخه کې د ازمیر ولایت په لومړي کتار کې ځای لري. ازمیر ولایت  د باد نه  ۱۴۰۵ میګاواټه برښنا ترلاسه کوي. په دویم کتار کې بالکیسیر  او په دریم کتار کې بیا مانیسا ولایتونه ځای لري.

د صباح ورځپاڼې « د فیفا غونډه په استانبول کې پیلیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فیفا د ۴۷ غړیو فدراسیونونو  مشرانو او لوړپوړو چارواکیو په ګډون  سرمشریزه  نن د چار شنبې ورځ  په استانبول کې پیل شوه. د ویلو ده چې ترکیه د دویم ځل لپاره د فیفا د سرمشریزې کوربه توب کوي.

پدې سرمشریزه کې به د اصلاحاتو  او ستراتیژیو باندې خبرې وشوي.

د سرمشریزې نه وروسته به د فیفا رئیس  د فبروري په ۱۵ مه نيټه  د خبري غونډې په ترڅ کې خبریالانو پوښتنې ځواب کړي.

 

 



اړوند خبرونه