د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ټایمز : اردوغان د پ ک ک او وای پ جي ترهګرو په مسله کې پر حق  دی »  دسرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د ټایمز ورځپاڼې  په خپره کړې یوه تبصره کې  د وای پ جي ترهګرو په مسله کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته  حق  ورکړی دی. پدې تبصره کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې  د پ ک ک او وای پ جي ترمنځه هیڅډول کوم توپیر شتون نلري. په نړۍ کې  مهم کپیټالست  ځواک  ناټو سازمان او لویدیځ متفق هیواد امریکا مشر  د یوې داسې  ډلې نه چې  د مارکسیزم  او مورای بوکشین په څیر  د یوې انارشیست او فاشیستې  مفکورې پلوي ډلو  پ  ک ک  او وای پ جي نه ملاتړ کوي. دا خبره د منلو وړ نده.

د وطن ورځپاڼې « امریکايي هیئت د پاترویوت توغندیو د خرڅلاو په مسلې د خبرو په خاطر ترکیې ته راځي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو  یو هئیت  د جنوري په ۱۵ مه ورځ  د یو دوه ورځني سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي. دا هیئت په ترکیې د پاتریوت دفاعي توغندیو د سیستم  په مسلې د مذاکراتو په خاطر ترکیې ته راځي. امریکا په ترکیې  د پاتریوت توغندیو  د پلورلو په برخه کې  یو شرط  ایښی هغه هم   د روسیې نه  د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو  نه اخیستل دي. خو ترکیه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو  نه نه لاس په سر کیږي. همداشان پدې تړاو به  د ترکیې یو هیئت هم  د روانې میاشتې په پای کې امریکا ته سفر وکړي.

د صباح ورځپاڼې  « مهم  پوځي کمپیوټري پروګرام  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په هیواد کې د پوځي هډو  او قومندانیو ترمنځه په ډاډمنده  توګه  د معلوماتو شریکولو په خاطر  د ملي سیستم  او پروګرام  د جوړولو په برخه کې ډیر مهم ګام اوچت شو.

د هیواد د میل سافټ په نامه  د پروګرام  لیکونکي  شرکت  په ملي او ځايي امکاناتو یو ډیر مهم  پروګرام  او سیستم  جوړ کړ. دا  ملي سیستم  چې د ناټو سازمان  د معیارونو په اساس  جوړ شوی دی  د لومړي ځل لپاره په بریالي توګه وازمایل شو. ددې سیستم  له لارې  لومړنی  پيغام هم  واستول شو.

د خبرترک ورځپاڼې  « هدف ۷۰ میلیونه ګرځندوی  او ۷۰ میلیارده ډالره عواید »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد ایرسوی د هالنډ د اوترخت  په ښار کې جوړ شوي  د ګرځندوی په نندارتون کې ګډون وکړ. هغه وویل چې د ترکیې د ګرځندوی سکتور په ۲۰۱۸ کال کې د پام وړ وده کړې ده . هغه وویل چې په ۲۰۱۹ کال کې بیا  د ۲۰۱۸ کال په پرتله  د ۱۸ نه تر ۲۰ سلنې پورې  مو هدف  لوړ کړی دی. د ۲۰۱۹ کال لپاره مو د ۵۲ میلیونو تنو ګرځندویانو کوربه توب ته تیاری نیسو. همداشان  هدف مو لوړ کړی دی. زمونږ  نوی هدف په کال کې ۷۰ میلیونه ګرځندویان  او ۷۰ میلیارده ډالره  عواید دي.

د سټار ورځپاڼې  « ترکیې  د حلال توریزم په برخه کې مهمه جایزه ترلاسه کړه»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انتالیا ولایت  د الانیا په ولسوالۍ کې  د ادین بیچ په نامه  پنځه ستوري  هوټل  د ډیر لوړ کیفیت او ښه   حلالو خدماتو  په برخه کې  د یوې ډیرې مهمې جایزې لایق وګنل شو. د ویلو ده چې  دې هوټل په ټوله نړۍ کې  د ۹۰۰ زرو هوټلونو  د ۸ میلیونو تنو میلمنو لخوا د ورکړ شوو لمبرو په ترڅ کې  خپل نوم د نړۍ د مهمو  او مخکښو هوټلونو په لست کې  شامل کړ. همداشان  دې هوټل ته  د ۲۰۱۹ کال  جایزه ورکړل شوه.

 



اړوند خبرونه