د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « د اردوغان لخوا افریقا ته ډیر مهم پیغام »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  افریقايي هیوادونو نه  په ځايي او ملي کرنسیو  د تجارت کولو غوښتنه وکړه. ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  په استانبول کې جوړه شوې د ترکیې او افریقا ګډې سوداګریزې غونډې ته وکړې.

ولسمشر اردوغان  ددې غونډې په پرانیست وینا کې وویل « لکه څرنګه پوهیږۍ  ترکیې د افریقا په ټوله قاره کې  خپل ډیپلوماتیک موجودیت  ډیر زیات  قوي کړی دی  چې ددې په مقابل کې افریقا هم  په ترکیه کې  د خپلو سیاسي نماینده ګیو  شمیره  د لسو نه ۳۳ ته  لوړه کړې ده . همداشان  په ملګروملتونو سازمان  او د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په سازمان کې  افریقايي  دوستانو  د ترکیې  لخوا  پیل شوې  د عدالت  او سولې  لپاره  د مبارزې نه  پوره او ډیر قوي ملاتړ کړی دی. خو  زه  د ټولو افریقايي ورورنو او دوستانو نه یوه غوښتنه لرم. راځۍ چې  ددینه وروسته په خپلو ځايي او ملي  پیسو  یا کرنسیو  تجارت وکړو. »

د حریت ورځپاڼې « اټاک چورلکې  لا پرمختللې کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پداسې حال کې چې  د امنیتي ځواکونو  په اختیار کې لا زیاتې  د اټاک په نامه  تعرضي  او جنګي چورلکې ورکول کیږي  ددې سره  سم  د نوموړو الوتکو  ظرفیتونه هم  لوړیږي. همداشان  د نوو لا پرمختللو  چورلکو  په خاطر هم  کار دوام لري.

پدې الوتکو کې به  د مخابراتو او الکترونیک حرب قابلیتونه  لا پسې  لوړ کړی شي. د یادو شوو چورلکو لپاره  په نوي  پروګرام  چارې دوام لري . سربیره پر دې به د اټاک چورلکو لپاره  ځايي او ملي ماشین  او شل ملي متر سیستم  جوړ او ځای په ځای به شي.

د خبرترک ورځپاڼې «  موغلا ولایت ته د راغلو سیلانیانو په شمیره کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی  »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د سږ کال په لومړنیو نهو میاشتو کې  موغلا ولایت ته د راغلو بهرنیو سیلانیانو په شمیره کې د تیر کال همدې میاشتو په پرتله  ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د موغلا ولایت د ګرځندوی او کولتور د ریاست سرپرستې فیلیز قره جه اغاچ  ویلي دي چې  موغلا ولایت ته تر ټولو  ډیر  د انګلستان سیلانیان  راغلي دي. هغه ویلي دي چې پدې تیرو ۹ میاشتو کې موغلا ولایت ته  ۹۰۰ زره او ۷۵ تنه  انګلیس سیلانیان راغلي دي. همداشان  روسیه  د ۳۸۰ زره  سیلانیانو سره په دویم جرمني د ۱۷۷ زره سیلانیانو سره په دریم ، اوکراین  د ۱۶۸ زره سیلانیانو سره په څلورم او پولنډ بیا  د ۱۳۲ زره تنو سیلانیانو سره په پنځم کتار کې ځای نیولی دی.

د سټار ورځپاڼې « ځايي  او بهرني لاسي  لوبو سامان جوړونکي  په انقره کې راټولیږي  »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي سږ کال  په پلازمینه انقره کې جوړیدونکي  د باریچو د څلورم نړۍوال فیستیوال  په چوکاټ کې   د ۹ هیوادونو نه  ۳۶ ډوله  لوبې  مینه والو ته نندارې ته وړاندې کیږي.   



اړوند خبرونه