د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « د بهرنیو کرنسیو په اړه د ولسمشر اردوغان  پریکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکي لیرو د ارزښت د حفاظت  اړوند د ولسمشر رجب طیب اردوغان  تقنیني فرمان  په رسمي جریده کې  نشر شوه.

د ولسمشر اردوغان لخوا د ترکي لیرو د ارزښت د ساتنې په موخه  په خپور شوي تقنیني فرمان کې ویل شوي دي چې ددینه وروسته په ترکیه کې په منقول او غیرمنقول اموالو په پلور پیر  او کرا کې باید د ترکي لیرو نه پرته  په  بهرنیو کرنسیو  په راکړې  ورکړې  بندیز ولګول شو.

د نوموړي فرمان له مخې  ټول هغه قراردادونه چې  په بهرنیو کرنسیو لاسلیک شوي دي د ۳۰ ورځو په دننه کې باید په ترکي لیرو  واړول شي.

د صباح ورځپاڼې  « په لندن کې  د ترکیې تجاري مرکز  پرانیستل شو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیرې  رخسار پيک جان  وویل چې د انګلستان په پلازمینه  لندن کې  د ترکیې تجاري مرکز پرانیست. مرکز کې به د ترکیې  د مرمرو، ساختماني، بڼسټیزو چارو، طراحي  په ګډون ۱۳ ترکي شرکتونه فعالیت کوي.

د ویلو ده چې دا مرکز  د لندن کلیرکن وال په سیمه کې  پرانیستل شوی دی.

د وطن ورځپاڼې  « د ادلیب د ستونزې حل  د ترکیې سره د همکارۍ سره  د امکان وړ دی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسیم ال ثاني  ویلي دي چې د سوریې د ادلیب  په سیمه کې  روان پرمختګونه  د اندیښنې وړ دي. هغه ویلي دي چې د ادلیب  سیمه  د ترهګرو نه د پاکولو  او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې  د مخنیوي  یواځنۍ لار  د ترکیې په څیر د متفقو هیوادونو سره د همکارۍ نه  تیریږي.

هغه ویلي دي چې د ترکیې د رژیم لخوا یو ځل بیا د خپلو هیوادوالو د قتل عام  د ترسره کولو  په اړه اندیښنه لري. نړۍ  باید  ددې قتل عامونو د مخنیوي په خاطر هڅه وکړي. نړۍ  پدې لاره کې کافي  او لازم  اقدامات ندي کړي.

د ینې شفق ورځپاڼې « په ترکیې کې د راکټونو سیالۍ  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې  د لومړي ځل لپاره د راکټونو  سیالۍ جوړیږي. د ویلو ده چې دا سیالۍ یواځې په امریکا کې جوړیده  چې ترکیه دویم هیواد دی چې ددې سیالۍ کوربه توب کوي.

د ویلو  ده چې پدې سیالۍ کې  ۱۵۷ ترکي ډلو  د ګډون وړاندیز کړی دی.

د کډوالو نه  ۵ ډلو  پرون خپل راکټونه  وتوغول. د ویلو ده چې د ټولو راکټونه په بریالیتوب  سره  ګوزار شول.

د سټار ورځپاڼې  «  په استانبول کې د هوايی چارو نندارتون  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په استانبول کې  د هوايي او فضايي تکنالوژۍ  فیستیوال  تکنوفیست  په راتلوونکې اوونۍ کې په استانبول کې پیلیږي.

د ویلو ده چې  پدې فیستیوال او نندارتون کې به د ټولې نړۍ د هوايي او فضايي تکنالوژۍ ډیر مهم  شرکتونه  ګډون وکړي.

ویل کیږي ددې فیستیوال  په چوکاټ کې به په  ۱۲ برخو کې سیالي  وشي او جایزه به ورکړل شي.

همداشان  پدې فیستیوال کې به د  بې پیلوټه الوتکو نړۍواله سیالي هم  جوړه شي.  



اړوند خبرونه