د ترکېې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکېې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکېې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې  « پر ادلیب  بریدونه به سیاسي  بهیر له منځه یوسي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند  ابراهیم قالن  پداسې حال کې چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د وزیرانو شورا غونډې دوام درلود  خبري غونډې له لارې په نړۍوالې ټولنې  پر ادلیب د احتمالي  بریدونو د مخنیوي غږ وکړ.

هغه وویل چې  د ادلیب په اړه باید پر سیاسي  حل لارې تفاهم وشي. هغه وویل چې پر ادلیب ښار احتمالي بریدونه به  د سوریې په اړه سیاسي  حل لاره  او بهیر له منځه یوسي. همداشان دا برید کیدای شي چې  اروپا ته  د کډوالۍ  نوې څپې ته لار پرانیزي.

هغه وویل چې مونږ پر امریکا  ، اروپا او نړۍوالې ټولنې غږ کوو چې پر ادلیب د احتمالي بریدونو مخه ونیسي.

د خبرترک ورځپاڼې « د ادلیب په اړه د چاوش اوغلو څرګندونې  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  په رومانیا کې جوړه شوې  د ترکیې، رومانیا او پولنډ د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې نه وروسته  په ګډه خبري غونډه کې  د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ووایه.

چاوش اوغلو د سوریې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « د سوریې مسله  یواځې زمونږ  نه بلکې د ټولې نړۍ ګډه مسله ده. د سوریې د مسلې په اړه د همفکره هیوادونو سره  په ګډه کار کوو. هغه وویل چې  نن ورځ  په ادلیب باندې  یواځې د اسد رژیم  نه بلکې د روسیې لخوا هم  بریدونه کیږي. زمونږ  وړاندیز  غوڅ  او ښکاره دی. پر ادلیب  باید  بریدونه هر څه ژر  ودرول شي. راځۍ  چې په سیمه کې د ترهګرو ډلو د لمنځه وړو په خاطر  په ګډه  کار او مبارزه وکړو.

د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې بهرنیو چارو وزارت د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود» د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حامي اقسوی د امریکا لخوا په واشنګټن کې  د فلسطین د خپلواکۍ د سازمان د دفتر د تړولو په اړه  سخت غبرګون وښود او وویل چې امریکا ددې اقدام سره  په منځني ختيځ کې خپلې بې طرفي  د لاسه ورکړه. هغه وویل چې ترکیه به  د فلسطین د خلکو د پر حق دعوا په خاطر  د هغوې نه ملاتړ  ته دوام ورکړي.

د وطن ورځپاڼې « د سوریې په پوله کې  ډیر ستر بیرغ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د شانلي اورفا ولایت د جیلان پنار په ولسوالۍ کې د سوریې سره په پوله کې د یوې لوړې ټپې د پاسه  د ۱۵۰متره  په لوړوالي سره  د ترکیې  یو ډیر  ستر بیرغ  وځوړول شو.

د ویلو ده چې  د شانلي اورفا ولایت د جیلان پنار ښاروالۍ  دا ستر بیرغ  د ډیرو شاندارو مراسمو په ترڅ کې  په یوې لوړې ټپې  نصب کړ. پدې مراسمو کې د جیلان پنار د ولسوالۍ ښاروال، په یاده شوې ولسوالۍ کې د عدالت او پراختیا د ګوند  استازي او د ښاروالۍ د مجلس  غړیو ګډون کړی وو.



اړوند خبرونه