د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې  « ترکیې د روسیې او اسد رژیم پر خلاف د ادلیب په مسله کې غبرګون وښود »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سوریې د ادلیب په ښار کې  د روسیې او اسد ځواکونو  د بریدونو په غبرګون کې وویل «  مونږ ته  فریب مه راکوۍ. ټولو ته  معلومه ده  چې په ادلیب د بریدونو یواځنۍ موخه  دا سیمه  نیول  دي.

چاوش اوغلو  وویل چې  روسیه او اسد رژیم په ادلیب کې د افراطي ډلو په بهانه  په ملکي او بې ګناه  خلکو  بریدونه کوي. هغه  په روسیې او اسد رژیم  غږ وکړ ( که چیرې تاسې  د نوموړو  تند لارو ډلو  پر خلاف یاست  پس  د حلب، ختیځې غوطه، حمص  او حتا سویلي سیمو نه مو  دې ډلو  ته  د خپلو وسلو سره  یو ځای  ولې  ادلیب ته د راتیریدو او راننوتو اجازه ورکړه؟ دا ډلې خو تاسې په لوی لاس  ادلیب ته راداخلې کړې. )

د وطن ورځپاڼې  «  ترکیه به په ۲۰۱۹ کال کې په بااستقراره اقتصادي ودې پیل وکړي»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق  وویل چې  پانګه والو ته  د ورکړل شوي اعتماد او باور له امله  ډیر روښانه راتلوونکی زمونږ انتظار باسي.

هغه وویل  چې انشاالله په ډیر نږدې راتلوونکې کې به  د هیواد په اقتصاد کې د نوې پاڼې د پرانیستو سره  یو زیات شمیر نړۍوال اقتصادي اکټوران  په ترکیه کې په پانګه اچونو پیل وکړي. انشاالله ټول به په ګډه  ددې شاهدي وکړو.

هغه وویل چې ترکیې په اقتصادي برخو کې  د هر اړخیزو پروګرامونو سره  پانګه والو ته  ډاډ ورکوي  چې دا مسله  به په هیواد کې د لا زیاتې سرمایه ګذارۍ لامل وګرځي.

د خبرترک ورځپاڼې  « هوښیار انسانان په ترکیه کې پانګه اچونه کوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په نړۍ کې مشهور امریکايي  پانګه وال او د مالي چارو متخصص  جیم روګرز  په پانګه والو په ترکیه کې په پانګه اچونې غږ کړی دی. هغه ویلي دي چې  هوښیار انسانان به په ترکیه کې پانګه اچونه کوي . هغه وویل که چیرې  زه وغواړم چې سرمایه ګذاري وکړم  نو  د هر ځای نه مخکې په ترکیه کې سرمایه ګذاري کوم.

همداشان هغه د امریکا لخوا په ترکیې  د اقتصادي تحریمونو لګولو نه  د حماقت په توګه یادونه وکړه. هغه وویل چې  دا تحریمونه  په اوږمهاله توګه  پخپله امریکا ته  ډیر زیات ضرر  کوي.

د ینې شفق ورځپاڼې « په اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو کې ترکي پرزې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایعو ریاست  په اف ۳۵ دوله نوي نسل جنګي الوتکو کې ترکي پرزې چې د ترکي شرکتونو لخوا  جوړ شوي دي  اعلان کړې. نوموړی ریاست ویلي دي چې امریکا غواړي ترکیه ددې پروژې نه  بهر کړي خو ترکیه ددې پروژې شریک هیواد دی.

د نوموړې الوتکې  د باډۍ نه  تر ماشینه پورې  ۷ ډیرې مهمې پرزې د ترکیې لخوا  جوړیږي.

همداشان  ترکي شرکتونه  په خپل وخت  د یادو شوو الوتکو د تسلیمولو په مسله کې ډیر مهم  رول  په غاړه لري.

د صباح ورځپاڼې « په ترکیه کې د ودونو توریزم  په وده کې دی  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، پدې وروستیو کې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو  بډایه  کسان  د خپلو شاندارو ودونو په خاطر  ترکیې ته ترجیح ورکوي. په ځانګړې توګه پدې وروستیو کې د منخني ختیځ او منځني اسیا د هیوادونو نه  ډیری  شتمن کسان د ودونو لپاره ترکیې ته ترجیح ورکوي. همداشان  پدې وروستیو ۷ میاشتو کې  د ودونو په خاطر  ترکیې ته د راغلو هندي او لبناني وګړو په شمیره کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د روان کال په تیرو ۷ میاشتو کې د هندوستان نه  ۸۳ زره تنه په ودنو کې د ګډون په خاطر ترکیې ته راغلي دي. همداشان د لبنان نه بیا  ۱۵۵ زره تنه  د ودنو او په ودونو کې د ګډون په خاطر ترکیې ته راغلي دي.   



اړوند خبرونه